د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یونیسف ادارې له استازو سره ناسته وکړه.

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۴:۸
د کلیو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر، جلالتمآب ملا محمد یونس اخنــدزاده، نن/یکشنبه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) له استازو سره وکتل او د هېواد په کلیو کې د څښاک د اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي (واش) د پروګرام د تطبیق په اړه یې ورسره خبرې وکړې. 

په دغه ناسته کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو معین، مفتي سید احمد مستقیم؛ د یونیسف ادارې د واش برخې مسوول، پاولُس ورکنې؛ د وزارت د اوبو رسولو او پلان او پالیسۍ رئیسانو او د یونسیف او وزارت د واش برخې تخنیکي کسانو هم ګډون درلود.

د ناستې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د یونیسف ادارې استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یونیسف ادارې روان کارونه او فعالیتونه وستایل. نوموړي وویل چې اوس افغانان د پخوا په نسبت زیاتې ستونزې لري، ځکه چې ګڼو نړیوالو ادارو خپلې چارې ودرولې؛ یوازې یونیسف اداره ده چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې پروژې باید په ډېر شفاف ډول او هغو ساحو کې تطبیق شي چې زیاته اړتیا ورته لیدل کیږي. نوموړي دغه راز وویل چې د مرکزي بانک سره یې خبرې کړې چې د پروژو لپاره د پیسو د ورکړې ستونزه هواره شي. غونډې ته په خبرو کې، د کلیو د بیارغونې او پراختیاوزارت  سرپرست وزیر همدار راز وویل چې دوی کوښښ کوي چې د افغانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د یونیسف ادارې د واش برخې مسوول د کلیو د بیارغونې او پراختیا له سرپرست وزیر څخه د مننې ترڅنګ څرګنده کړه چې یونیسف اداره پلان لري چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د پخوا په نسبت څو چنده زیات کړي ترڅو ډېرو خلکو ته د څښاک د اوبو او حفظ‌الصحې آسانتیاوې برابرې کړي.

۲۰/جمادی الثاني/۱۴۴۳هـ.ق

۰۳ سلواغه ۱۴۰۰ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

کار ساخت (۴۲) شبکه‌ آب آشامیدنی صحی در مربوطات ولایت پکتیکا آغاز گردید

کار ساخت (۴۲) شبکه‌ آب آشامیدنی صحی در مربوطات ولسوالی‌ های گومل، وازیخوا، دیله، خوشامند، جانی‌خیل، چهار بران و شکین ولایت پکتیکا به مصرف بیش از (۲۰۱) میلیون افغانی از طریق وزارت احیا و. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

کار حفاری (۴۰) حلقه چاه آب آشامیدنی صحی در مربوطات ولایت میدان وردک آغاز گردید

کار حفاری (۴۰) حلقه چاه نیمه عمیق آب آشامیدنی صحی در مربوطات میدان شهر مرکز ولایت میدان وردک و ولسوالی های نرخ و سید آباد این ولایت از طریق وزارت احیاء و انکشاف دهات طی محفلی توسط محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

کار ساخت(۱۲) شبکهٔ آبرسانی در مربوطات ولایت بامیان آغاز گردید

کار ساخت(۱۲) شبکه آبرسانی به‌ ارزش حدود (۳۷) میلیون افغانی در مربوطات مرکز و ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان از طریق وزارت احیاء و انکشاف دهات طی محفلی توسط محترم الحاج ملا محمد یونس اخند. . .

BACK TO NEWS