د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ودانیزو چارو معین د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یاد وزارت لاسته راوړنې رسنیو ته بیان کړې.

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۹:۲۴
د کلیو

په یاد خبري کنفرانس کې ملا نورالهادی عادل د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریس، خبریالانو او د یاد وزارت یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی وو.

معین صاحب د خپلي وینا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کلیوالو ته د څښاک اوبو، کانالونو، پلونو او پلچکونو، کلیوالي سړکونو، د اوبو ذخیرې او د برښنا د برابرولو په برخه کې کار کوي.

همداراز معین صاحب وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د اسیايي بانک د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۱۵) پروژو کارونه پیل شوي دي، د کندهار ولایت د مرکز اړوند یوه پروژه د میان کو بند دی چې د (شپاړس میلیونه) افغانیو په لګښت یې کارونه روان دي او د (شپږ لکه لس زره) متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا به ولري، د هېواد په اووه ویشت ولایتونو کې مو د یونیسف په مالي ملاتړ د ۳۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلیو له پراختیايي شوراګانو سره د اوبو رسولو او حفظ الصحې د (۹۸) پروژو قراردادونه لاسلیک کړي او کارونه یې روان دي چې په تطبیق سره به یې یو لک درې اتیا زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي، همداراز له (۹) بېلابېلو موسسو سره د (۱۶) میلیونه ډالرو په ارزښت د څښاک د اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي د پروژو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې به يې په تطبیق سره (۱،۲) میلیون هېوادوالو ته د پاکو اوبو او حفظ الصحې اسانتیاوې برابرې شي او په تېرو څلورو میاشتو کې ۳۳ د اوبو رسولو پروژې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې بشپړې شوي دي.

همدارنګه معین صاحب وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د نورو پروژو کارونه به ډیر ژر پيل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

کار ساخت یک پل در ولایت زابل آغاز شد

کار ساخت یک پل به طول (۴۰) متر در قریه جعفر علی خیل ولسوالی شاجوی ولایت زابل به مصرف (۱۷٫۵) میلیون افغانی توسط محترم الحاج مولوی عبدالرحمن حلیم معین مالی و اداری وزارت احیاء و انکشاف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

کار ساخت (۲،۰۸۹) کیلو مترسرک جغل‌ فرش در مربوطات ولسوالی علیشنگ ولایت لغمان آغاز شد

کار ساخت  (۲،۰۸۹)  کیلو متر سرک جغل‌ فرش از منطقه واینگل الی اولیا بالای ولسوالی علیشنگ ولایت لغمان به مصرف حدود (۲۰) میلیون افغانی توسط محترم الحاج محمد ارسلاح خروتی معین امور آبادی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

معین امور آبادی دهات وزارت احیاء و انکشاف دهات از روند کار پروژه ‌های انکشافی در ننگرهار نظارت نمود

محترم الحاج محمد ارسلاح خروتی، معین امور آبادی دهات وزارت احیاء و انکشاف دهات، در جریان سفر کاری خود به ولایت ننگرهار، از روند کار شبکه آبرسانی در شهرک مهاجرین عودت‌کننده این ولایت و. . .

BACK TO NEWS