هلمند کې څه باندې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار د هلمند ولایت د بارکزایي ولسوالۍ اړوند د حاجي عطا محمد ګوهرګین کلي د پراختیایي شورا له خوا روان دی. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۱۲۰۰ متره دی چې ۳۵ د اوبو د ویش دروازې لري. د دغې پروژې د جوړولو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۲۵۰ کاري ورځې رامنځ ته شي او د کلي ۷۵ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره به د کلیوالو ۲۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
