په غور کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، اوبه خور او حفظ الصحې پروګرام له لوري د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه د ۳۰ متره مکعبو اوبو په کچه یوه وسپنیزه کانکریټي زیرمه، د چینې محافظوي دیوالونه، میټرونه، او نلکې لري، ددې پروژې په بشپړتیا سره ۱۱۱ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
