په نرخ ولسوالۍ کې د اوبو یو کاریز تر بشپړې څارنې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ایز انسجام ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین سیمې بانډې کلي کې د اوبو یو کاریز د ۱۳۰ متره په اوږدوالي پاک کاري او همدا راز د اوبو راټولو لپاره د ۲۰ متره په اوږدوالي او ۱۰ متره سور په لرلو سره د اوبو ذخیره، چې پر یو مهال د ۳۰۰ متره مکعب څخه د زیاتو اوبو د ذخیره کولو طرفیت لري ګټي اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد کاریز په جوړولو کې ۱۱۶۴ کاري ورځې رامنځته شوې وې، چې د سیمې په لسګونه تنو ته د کار کولو زمینه یې هم برابره کړې وه.
له دې کاریز څخه به په راتلونکې کې د ۴۰۰جریبه په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې د سیمې د اوسېدونکو په کرنیزو محصولاتو او د هغوی پر اقتصاد به مثبت تاثیر ولري.