په بدخشان کې د ۴۹ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د دوو محافظتي دیوالونوکار روان دی
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په دهندره اودره راست کلیو کې د ۴۹ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ۷۱۱ او ۴۳۰ مترو په اوږدوالي د دوو محافظتي دیوالونوکار روان دی.
ددې پروژو د تطبیق په ترڅ کې ۲۵ زره او ۶۳۵ کاري ورځې رامنځته کیږي او څه باندې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۶۰۰ د استوګنې کورونه به د نیزونو له ګواښه خوندي شي.