په جوزجان ولایت کې به سږ کال د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې پلي شي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۸:۴۰
جوزجان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي نن په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولایت د قومي مشرانو او ځوانانو سره د یاد ولایت د ستونزو د اوریده په موخه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې د جوزجان ولایت قومي مشرانو د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي شویو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د کليوالو په ژوند یې جوت اغېز کړی او ورپسې د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې، چې د څښاک اوبه، د سربندونو جوړول، د ښوونځيو د ودانیو نشتون او د ترانسپورټي لارو جوړول یې مهمې وبللې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر دوی ته وویل،" چې سږ کال به په جوزجان ولایت کې د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ به امکاناتو او د وزارت کاري ساحې ته په پام ستاسې نورو ستونزو ته هم د حللارې پیدا کړو."

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د جوزجان په ۱۲۱ کلیو کې به د مېرمنو د کورني اقتصاد پیاوړتیا پروګرام پیل شي، چې څه کم لس زره خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، د دوی لاسي صنایع به پیاوړي کړي او په کور دننه به ورته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS