په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
1

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري چارو محترم مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم او ورسره مل پلاوي له لوري پیل شوې.

د یاد پُل د پرانیستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د زابل ولایت مرستیال الحاج ملا فیض‌الله تمیم، د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا حکمت‌الله رهبر، د اوبو لګولو ودانیزو چارو رئیس ملا عصمت‌الله کرامت، د اقتصادي تحلیلونو رئیس ملا سعدالله شریف، د شاجوی ولسوال، د سیمې علماوو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.

د یاد پُل د جوړولو د چارو په جریان کې به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د پُل له بشپړېدو سره به يي د یادې کلي د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS