نازیان ولسوالۍ کې د برېښنا رسونې په موخه د ۱۰۲۵۶ کورنیو سروي بشپړه شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۱۱:۵۳
Nangarhar

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت « د افغانستان د کلیو پراختیا لپاره د دومداره انرژي پروګرام» له لارې سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې له لوري د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې ۱۰۲۵۶ کورنیو سروې چارې بشپړې شوې.

دغې سروې د تدارکاتي چارو له بشپړیدو وروسته به په یادو ولسوالیو کې کور په کور د لمریزې برېښنا د کڅوړو د وېش لړۍ پیل شي، چې د مېشتو وګړو ژوند کې به مثبت بدلون رامنځته کړي

د یادونه وړ ده چې له دې وړاندې د ننګرهار ولایت د لسوو ولسوالیو له ډلې دوربابا او ګوشتې ولسوالۍ د سروې چارې هم بشپړې شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم، د دغه وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې، د څارنې او ارزونې ریاستونو انجنیرانو د قادس ذخیروي بند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

BACK TO NEWS