د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP) دفتر رئیس ښاغلي روډریکس د یاد دفتر د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل او وویل: موږ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره ډیرې پراختیايي پروژې په ښه کیفیت سره پلي کړي او په راتلونکي کې به هم د دغه وزارت سره په پوره همغږۍ پروژې عملي کړو.

 ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د (UNDP) دفتر رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: زموږ ځوریدلی ولس ډیر کار ته اړتیا لري، تاسې باید په خپلو پروژو کې شفافیت ته لومړیتوب ورکړئ او هغو محرومو سیمو کې پروژې پلي کړئ چیرته چې اړتیا لیدل کیږي ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS