د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ډاکار مؤسسې له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ډاکار مؤسسې له رئیس پیډر ټورننګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د ډاکار مؤسسې رئیس ښاغلي پیډر ټورننګ د یادې مؤسسې د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل. ښاغلي پیډر وویل، په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له برکته اوس موږ کولای شو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو د اړتیاوو په اساس پروژې په ښه کیفیت او پر وخت پلي کړو. هغه زیاته کړه، دوی به کوښښ وکړي چې یاد وزارت سره په پوره همغږۍ په محرومو سیمو کې لا زیاتې نورې پراختیايي پروژې پلي کړي.

 ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د ډاکار مؤسسې رئیس ښاغلي پيډر تورننګ او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي او ټینګار يې وکړ چې پروژې باید هغو لرو پرتو سیمو کې پلي شي چیرته چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل تاسې سره همکار دی.

 په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS