په لغمان ولایت کې ( ٢٤٤) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د (٢٧٨) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ٢٤٤ ) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د ولایت معاون مولوي اختر محمد صاحب، د قول اردو درستیزوال قاري انځرګل صاحب، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادو ولسوالیو علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: زمونږ هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي ترڅو کلیوالو ته د لا ډیرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیایي پروژې پلې او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه وکړي.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د کرنیزو کانالونو جوړول او پاکول، د پیاده رونو، محافظوي دیوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړیو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS