په نورستان ولایت کې دسړک جوړونې د کارونو له جریان څخه نظارت

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۴:۲۳
1

د نورستان ولایت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي احسان الله د یاد ولایت د واما ولسوالۍ اړوند ارچڼو کلي د سړک د ترميم له کار څخه نظارت وکړ. د نورستان ولایت د کلیو د بيارغونې او پراختیا رئيس په وينا: ياد سړک د لس کيلو متره په اوږدوالي سره د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي ملاتړ او د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ جوړيږي چې په جوړيدو سره به يې د ولس هغه ستونزې حل شي چې د سفر په مهال ورسره لاس او ګريوان وو. د نوموړي کلي اوسیدونکو د ياد سړک د ترميم نه خوښې وښوده او د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست څخه يې مننه وکړه چې د ولس ستونزو ته په وخت رسېدنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د آغاخان دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د آغاخان دفتر له رئیس ډاکټر نجم الدین نجم او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS