د کاپیسا ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له کار څخه نظارت
د کاپیسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري تخنیکي ټیم د (۱۰) متر مکعب صحي اوبو په ظرفیت سره د سولر پمپ سیسټم د اوبو رسولو د شبکې، د کوهبند ولسوالۍ اړوند د میر اکبر شاه شهید متوسطه ښوونځي په انګړ کې د لس عصري تشنابونو په لرلو سره د یو باب صحي مبرز چې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تطبیق سره جوړیږي، نظارت ترسره کړ. د یاد پروژې په بشپړیدو سره د میر اکبر شاه شهید متوسطه ښوونځي د ۵۵۷ زده کوونکو، ښوونکو او کارکوونکو د صحي څښاک اوبو او د عصري معیاري مبرزونو د نشتوالي ستونزه حل شي او نوموړي ښوونځي ته څیرمه د ده نو علیا کلي (۱۶) کورنۍ به هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.