په لوګر کې د ۲۴۰ کورنیو زده کوونکو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء پروژې تر سیوري لاندې د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په ملاخېل چلوزایی کلي کې د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه او د زده کونکو په واک کې ورکړل شوه.
د ا ښوونځی ۸ درسي او ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک اوبو یوه څاه لري. د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۵۸۹ کاري ورځې هم برابرې شوې.
د يادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیورې لاندې د اقراء پروژې له لوري ۲۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي، چې یو شمېر يې تکميل او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.