د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ چارې روانې دي

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۰:۳۸
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ چارې روانې دي

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د خېتوانو او کوزوانو کلي ښوونځي لپاره وداني جوړیږي چې د یادې سیمې ۳۶۰ زده کونکو ته به د زده کړو لپاره وړ درسي چاپېریال برابر شي. دغه وداني به ۱۰ درسي او ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک اوبو یوه څاه ولري چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء برنامې په چوکاټ کې یې کارونه روان دي. باید یاده کړو چې د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۳۶۸۰ کاري ورځې هم برابریږي.

ديادونې وړده، چې په کوټ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې له لوري ۱۴ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي چې نږدې ۳۵۰۰ زده کوونکيو ته به سالم درسي چاپیريال برابر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS