په ننګرهار د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰۱ متره اوږد کانال جوړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې اوودانۍ له پارد نغدي وجهي پروګرام (MCCG ) له لوري د ننګرهار ولایت د خوږیانو ولسوالۍ اړوند د صد باشي کلي پراختيايي شورا لخوا د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې بشپړ ې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دا کانال ۴۰۱ متره اوږدوالی لري چې د ځايي خلکو ۵۵۰ جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي، او۷۹۷ کورنۍ ترې ګټه اخلي او تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره يې ۶۸۴۰ کاري ورځې رامنځته کړېدي.
