په سمنګانو ولایت کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کیبلي پله د جوړولو کار بشپړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۰:۱
تکمیل کار ساخت یک پل کیبلی به ارزش ۵ میلیون افغانی در سمنگان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت دخرم اوسارباغ ولسوالۍ اړوند په چهارسنگ ‌او کنده‌ کلان کلي کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کیبلي پله د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. چې ۴۰ متره اوږدوالی او۱.۵ متر پلنوالی لري، په دي پروژه کې د۸۰ مترو په اوږدوالي اود ۲.۵ مترو په لوړوالی د یوه محافظوي دیوال جوړول هم شامل دي .

د یادونې وړده چې د دې پروژي په بشپړیدو سره به د نوموړي کلي د اوسیدونکو ترانسپورتې ستونزي حل شي اوهغوی به وکولای شي څو خپل کرنیز محصولات په ډیره هوساینه د ولسوالۍ بازارته د پلورلو لپاره ولیږدوي او همدارنګه د ښونځی زده کوونکو او ناروغانو ته روغتون ته په تګ راتګ کې هم هوساینه برابریږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS