په لغمان کې د ۹.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د سربند او کانال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۸:۴۶
په لغمان کې د ۹.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د سربند او کانال د جوړولو کار روان دی

په لغمان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۹.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د سربند او کانال د جوړولو کار د پرمختګ په حال کې دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه قلاچه علیشنګ کلي کې له معیارونو سره سم د اوبو لګولو پوخ سربند او کانال د جوړیدو په حال کې دی چې ۵۰ سلنه کاري پرمختګ لري. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۵۶۴۶ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۱۰۰۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د ځايي بزګرانو لسګونه جریبه کرهڼیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS