په څلورو ولایتونو کې د لیتاکا پروګرام د اغیزناکتیا د ارزولو ورکشاپ پیل شو

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۸:۴۵
په څلورو ولایتونو کې د لیتاکا پروګرام د اغیزناکتیا د ارزولو ورکشاپ پیل شو

د افغانستان د کلیو د پرمختیا انسټیټيوټ په څلورو ولایتونو بلخ، بدخشان، کندز او تخار کې په دې موخه ۲۱ سروې کوونکو ته څلور ورځنې ورکشاپ پیل کړ چې د افغان- تاجیک پولې په اوږدو کې د معیشت د ودې د پروژې لیتاکا ( LITACA) اغیزناکتیا و ارزوي.

په پیل کې د وزارت مقام سلاکار شهر زار ځدراڼ د دې پروژې د ارزښت پر اړه وویل « لیتاکا د خلکو د معیشت د ودې په برخه کې له ارزښتناکو پروژو ده د د ې پروژې د اغیزناکتیا ارزونه سربیره پر دې چې یوه وجیبه ده یو خدمت هم دی له تخنیکي همکارانو هیله لرم چې ترلاسه شوي معلومات او شمیرې په هر اړخیز ډول له لیتاکا پروګرام سره شریک کړي ځکه چې په راتلونکي کې به ګټور پریوځي»

همدا راز د لیتاکا پروګرام سرپرست عبالروف قاضي زاده له سروې کوونکو سره لنډ خو هر اړخیز معلومات شریک کړل او ویې ویل « لیتاکا د تاجکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې لومړنی زیربنايي او اقتصادي پروګرام دی چې موخه یې د خلکو د معیشت وده ده»

باید ووایو چې تر دې مخکې د لیتاکا او د افغانستان د کلیو د پرمختیا د انسټیټیوټ تر منځ یوه هوکړه لیک لاسلیک شوی و چې پر بنسټ یې په یادو څلورو ولایتونو کې د لیتاکا پروګرام د اغیزناکتیا د ارزونې ورکشاپ تر سره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS