په تخار کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۸:۴۳
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۴.۲ میلیون افغانی در تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په اچه قروق کلي کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه یوه ژوره څاه، د ۲۰ متره مکعبه په کچه یوه زیرمه، ۱۴ سولرې تختې، ۴۰۷۹ متره پایپ او ۱۳۰ نلکې لري چې د جوړولو په ترڅ کې یې لسګونو کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

یاده دې وې چې د دې شبکې په جوړیدو سره ۲۰۰ کورنۍ او د مدرسو زده کونکي د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمن شول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS