د انرژۍ په سکټور کې له ښکېلو ادارو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۱۱
برگزاری نشست هماهنگی با نهادهای ذیدخل در سکتور انرژی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي انرژۍ د مارکیټ بدلون نوښت پروژې په کوربه‌توب، د انرژۍ په سکټور کې د ښکېلو ادارو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته نن سه شنبه د غبرګولي میاشتې په څلورمه نېټه، تر سره شوه. په یاده غونډه کې، چې د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې، د ستندرد ملي ادارې، د افغانستان برښنا شرکت، د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د صنایعو او انرژۍ ریاست استازو او د کلیوالي انرژۍ د مارکیټ بدلون نوښت پروژې تخنیکي کارمندانو برخه اخیستې وه، د برښنا د کوچنیو شبکو (میني ګریډ) د پالیسۍ او د تعرفې د تعیین پر میکانیزم، د برښنا د کوچنیو پروژو لپاره د مالي موډل، او د کلیو په کچه پروژه د برښنا کوچنیو شبکو د ډیزاین او تطبیق لارښود او ستندردونو په هکله هر اړخیز بحثونه تر سره شول او د اړینو حقوقي اسناد د جوړولو او تعدیل لپاره د ګډو کاري ټیمونو د رامنځته کولو او د اړونده ادارو تر منځ د شته حقوقي اسنادو او معلوماتو د شریکولو په برخه کې لازمې پرېکړې وشوې. همدارنګه د ناستې برخه والو په دې برخو کې خپل نظرونه او تجربې شریکې کړې.

د کلیو په کچه د تجدید وړ انرژۍ پروژو لپاره د پالیسۍ او اړین قانوني چوکاټ رامنځته کول د خصوصي سکټور لازیاتې پانګونې ته لاره هواروي، او انرژي ته د کلیوالو د لاسرسي په زیاتوالي کې د پام وړ رول لري. په کلیو کې برښنا ته لاسرسی نه یوازې دا چې کورونه رڼا کوي، بلکه د اقتصادي فعالیتونو ودې او د کارموندنې فرصتونو زیاتوالي ته هم لاره هواروي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي انرژۍ د مارکیټ بدلون نوښت پروژه د هېواد په کلیو کې د تجدید وړ انرژۍ خدمتونو وړاندې کولو لپاره د پالیسۍ او اړین حقوقي چوکاټ د رامنځته کولو؛ د تجدید وړ انرژۍ په سکټور کې د ښکیلو دولتي ادارو، خصوصي سکټور او ټولنو د ظرفیت اوچتولو؛ او په کندهار، خوست او پروان ولایتونو کې د لمریزې برښنا د دریو پروژو د تطبیق او په ۵ نورو ولایتونو کې د تجدید وړ انرژۍ د ۵ پروژو د تخنیکي ډیزاین د بشپړولو په برخو کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS