په کابل کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه
په کابل ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کاریز د پروژې کار بشپړ شو. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د خاک جبار ولسوالي په کوز ملنګ کلي کې د اوبو لګولو د کاریز څاګانې، د اوبو رسوونکی کانال او د اوبو زیرمتون جوړ شویدي.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۳۱۲ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۵۰۰ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د سیمې ۱۲۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.
