په غور کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵ پرمختیايي پرمختیايي پروژو کار پیل و
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوال په جوی بدل، دهن سقابه، سردشت، زریافته او خواجه جوش کلیو کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو پرمختیايي پروژو کار پیل شو.
په دې پروژو کې ۹۶۷ متره استنادي دیوال، یو ابګردان بند، ۲ پلچکونه، د ۱۴ او ۱۵ مترو په اوږدوالي د ګاډو تیریدو ۲ پلونه راځي او په ترڅ کې یې ۹ زره کاري ورځې رامنځ ته کیږي.
یاده دې وي چې د دې پروژو په بشپړیدو سره به د ۱۱۰۰ کورنیو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره هوارې شي، ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به د اوبه خور د سیستم تر پوښښ لاندې راشي او سلګونه کورونه او کرنیزې ځمکې به د سیلابونو له ګواښه خوندي شي.
