په کندهار کې د لمريزې برېښنا د توليد یوه شبکه او د ۳ زیرمو د جوړولو کار بشپړشو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د خان محمد پراختیایي شورا لخوا د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا د یوې شبکې او د ۳ متره مکعبه اوبو ظرفیت په لرلو د ۳ سطحي زیرمو د جوړولو کار بشپړ شویدی. په دې شبکه کې ۵۶ تختې ۳۳۰ واټه سولري هېندارې او ۶ نلکې شاملې دي.
