په ننګرهار کې د یوه محافظوي دیوال د جوړولو کار پای ته نږدې دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په ګاڼه کلي کې له معیارونو سره سم د ۲۶۵ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال جوړیږي چې کار یې ۹۸ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۶۹۱۳ کاري ورځې رامنځته شوي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۰۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.