په ننګرهار کې د ۲۳۱ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۰:۵۴
په ننګرهار کې د ۲۳۱ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په خوږه‌خېل کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳۱ کورنیو لپاره د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو په چارو کې د څه باندې ۲،۴۰۰ متره اوږدې د پایپونو د شبکې غځول، یوې ارتفاعي ذخیرې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۲۰ سولرونو، په کورونو کې کې د مېترونو او ځینې نورو اړینو سامان آلاتو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره ۱،۹۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS