په نورستان ولایت کې د ۲۲۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۳۶
په نورستان ولایت کې د ۲۲۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شړوک کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د څښاک د اوبو په دغه شبکه باندې ټولټال ۲.۹ میلیونه افغانۍ ولګېدې چې د یواس ایډ/ یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې او په تکمیلېدو سره یې د شاوخوا ۲۲۰کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲،۲۰۰ کاري ورځې هم ایجاد کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS