په خوست کې د اوبو لګولو د ذخیروي بند د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د خوست ولایت د باک ولسوالي په کوز تره کي کلي کې د اوبو لګولو د پوخ ذخیروي بند د پروژې کار ۷۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې۱۱۵۲ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۰۰۸۰ تنه اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې ۲۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.