په کونړ کې د یو میلیارد او ۱۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو چارې روانې دي

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۰:۹
په کونړ کې د یو میلیارد  او ۱۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو چارې روانې دي

د کليو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن د کونړ له والي محمد اقبال سعید سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې واوریدې.

د کونړ والي اقبال سعید وویل، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بېلابیلو پروژو د پلي کېدو په سبب د دولت او خلکو ترمنځ همکاري ښه شوې او د خلکو په ژوند یې ښه اغېزه لرلې ده.

ددې ترڅنګ یې د ترانسپورټي لارو رغولو، استنادي دیوالونو او ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر سره شریکې کړې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، امکاناتو ته په پام به د کونړ د خلکو ستونزو ته رسیدګي کیږي او همدا مهال په کونړ کې د څه باندې یو میلیارد او ۱۲۴ ميلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۷۶ پرمختیایي پروژو چارې روانې دي او ددې ترڅنګ به ډير ژر په کونړ کې ۲۰۰ ښوونځيو ته د ودانیو د جوړولو چارې هم پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS