په بامیان ولایت کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام په ګروپونو کې د غړیتوب د ترلاسه کولو روزنه ورکړل شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۰:۵۴
تدویر کارگاه آموزشی «حصول عضویت» در بامیان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په بامیان ولایت کې د روزنو وړاندې کولو په لړ کې په اتم ځل د پروګرام ګټه اخیستونکیو ته په ګروپ کې د «غړیتوب» د ترلاسه کولو په اړه دوه ورځنۍ روزنه په دریو کلیو کې ورکړله.

په دې روزنو کې د ۲۰ سپما ګروپونو ۲۵۰ غړو چې تر اکثره یې کلیوالې مېرمنې وې، په اړوندو موضوعاتو لکه: د سپما ګروپونو جوړښت. د سپما ارزښت، د سپما ګروپونو د پياوړتیا پړاوونو، د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د هغوی د لوړولو او د سپما ګروپونو د کلیدي غړو د مسوولیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS