په تخار کې د ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۱۰ متره استنادي دیوال کټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د خان اقا په کلي کې ۴۱۰ متره استنادي دیوال د ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ددغې پروژې په تطبیق کې ۱۵۲۴ کاري ورځې رامنځته شوې او ۱۴۳۲ ځایي اوسیدونکي یې له ګټې مستفید شوي دي. نوموړې پروژې د سیمې اوسیدونکو کورونه او په لسګونو جریبه کرنیزه ځمکه یې د سیلاب له تخریبه ژغورلې ده.