په ننګرهار کې د ۲۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دوو استنادي دیوالونو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل له لوري د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د لوخۍ او هجوم کلیو د پرمختیایی شوراګانو سره د دوه استنادي دیوالونو د جوړیدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
ددې استنادي دیوالونو څخه یو یې د ۲۹۶مترو په اوږدوالي د لوخۍ کلي استنادي دیوال دی چې ۸.۶ میلونه افغانیو په لګښت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې همغږۍ ( Regional Program) له لوري اودوهم یې د هجوم کلي ۶۶۸ متره استنادی دیوال دی چې د څه د پاسه ۱۹ میلونه افغانیو په لګښت د یاد پروګرام له لوري جوړیږي چې په جوړیدو سره به یې سلګونه جریبه ځمکه د سیلابونو له خطره وژغورل شي.