په بلخ کې د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو جوړول

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۹:۲۳
ایجاد اتحادیه‌های پس‌انداز و قرضه‌دهی در بلخ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له ۴۲ سپماګروپونو څخه د پور او سپما ۶ کلیوالي اتحادیې تاسیس او د دې سپماګروپونو ۲۹۰ غړو ته یې په سپماګروپونو کې د غړیتوب د زیاتېدو روزنه ورکړل شوه.

د پروګرام سیمه ‌ییزو کارکوونکو د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو د جوړولو په لړکې د چهارکنت ولسوالۍ د سپما ګروپونو له کارونو څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه او په تخنیکي برخو کې د سپماګروپونو خزانه‌دارانو ته یو لړ تخنیکي لارښوونې وکړلې.

د یادونې وړ ده، چې د کلیو په کچه د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو د جوړولو په نتیجه کې د کلیوالو لیوالتیا د کوچنیو او منځنیو تبشثاتو د پيلولو په اړه زیاته شوې‌ده، چې په دې توګه به کلیوالي مېرمنې د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS