په کابل کې ۵۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اړوند په قلعه ناظر کلي ۵۳۳ زره افغانیو په لګښت ۵۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.
په دې پروژه کې د ۵۰ مترو په ژوروالي د څښاک اوبو د ۳ څاګانو کیندل شامل دی.
