په غور ولایت کې یو سلو څوارلس نیم کیلو متره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په غور ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام د سړک پروژه د دغه پروګرام د رییس بریالي هلالي له لوري چې ځايي اړوندو مسوولینو او ولسي استازیو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د دولت یار ولسوالي له نوآباد کلي څخه د بامیانو ولایت د یکه ولنګ ولسوالي تر پیتاب زارې کلي پورې د څه باندې ۱۱۴.۵ کیلو مترو په اوږدولي سړک چې ۷ متره سور او ۲ متره پیاده رو لري جوړ شویدی.
د دغه سړک په اوږدو کې ۳۷۶ بیلابیل پل ګوټي، ۲ ټرانسپورټي پلونه، ۳۳۳۴ متره محافظوي دیوال او ۱۵۲ د واش ساختمانونه جوړ شویدي.
دغه سړک چې له ملي بودیجې تمویل او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې کار پیل شوی و د غور او بامیانو تر منځ واټن یې د پخوا په پرتله ۷۰ کیلو متره اوس لنډه کړی او د لارې په اوږدو کې یې له سلو ډیر کلي یو له بل سره نښلولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د تطبیق پر مهال نږدې ۲۳۰۰۰۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې سلګونه زره اوسیدونکي اوس له دغې پروژې ګټه پورته کوي.