په تخار کې ۳۰ میلونه افغانیو په ارزښت د ۶ کیلومتره کانال د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
په تخار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال د سترې پروژې د بنسټ ډبره د دغه پروګرام د رییس بریالي هلالي له لوري چې ځايي اړوندو مسوولینو او ولسي استازیو یې ملتیا کوله کیښودل شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د فرخار ولسوالي په شینګان کلي کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶ کیلو مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ کانال جوړیږي.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د ودې د پروګرام په اډانه ( EIDA ) کې د آلمان پرمختیايي بانک ( KFW ) له لوري تمویل شوې ۱۴۸۷۷ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۵۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د تخار ولایت د فرخار ولسوالي د شینګان بالا، شینګان پایین، ناقلا او کنده ګاو د کلیو ۱۳۳۵ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.
د دغه کانال په اوږدو کې اړتیا ته په کتو کانکریټي سربندونه، د اوبو کنټرولي دروازې، محافظوي دیوالونه، کانال ته د زیان رسوونکو برخو سنګ کاري، ترنابونه، معبر، اړخیز دیوالونه او اړینې نورې برخې په پام کې نیول شوي چې په بشپړیدو به یې د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو پر مهال د اوبو د ضایع کیدو مخه نوره ونیول شي.
د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د ودې ( EIDA ) د دغه پروګرام له لارې به خلکو ته د کاري بوختیاوو د چمتو کیدو تر څنګ د کرنیزو توکیو په ځانګړي ډول د غنمو د تولید کچه لوړه شي او لدې اړخه به د خلکو په عایداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د اقتصادي ودې د دغه پروګرام پروژې د اوبو لګولو د ادارې او زراعت وزارت سره په مشوره د آلمان د پرمختیايي بانک په مالي مرسته د کلیو د بیا رغوني او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې د آغاخان د بنسټ او مرسي کرپس ادارې له لوري د هیواد په څلورو شمالي ولایتونو کې تطبیق کیږي.
