په پکتیکا کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ په ملا لمبټ کلي کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو د پروژې کار پیل شو.
دغه کاریزچې په پاخه ډول جوړیږي، له ملي بودیجې تمویل شوی او د جوړیدو پر مهال یې۱۰۲۰ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۵۲۵ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې ۵۰۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.
