د میدان وردګو ولایت په جلریز او سیداباد ولسوالیو کې دوه د اوبو کاریزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۸:۲۸
وردک

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یز  پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت په جلریز او سیداباد ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه  دوه کاریزونه تر رغونې او پاکارۍ وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ریس ښاغلي انجنیر خالد رحماني په وینا  د سېدخېلو کاریز د 160 متره  په اوږد والی، د یوې څاه پاکاري او تر ځمکې لاندې 53,20متره اوږد تونل؛  همدا ډول د زاړو خېلو کاریز بیا د 2441 متره په اوږدوالي او د 54 حلقو څاګانو په پاکولو سره په اساسي بڼه رغول شوي دي؛ چې په راتلونکې کې به له یادو کاریزونو څخه د 350 جریبه په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS