په کابل کې د څه باندې ۱ میلیون او ۸۰۰ زره  افغانیو په لګښت د کرنیزو اوبو لګولو کانال د جوړیدو کار بشپړ شو

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۵:۱۲
کابل

د څه باندې ۱ میلیون او ۸۰۰ زره  افغانیو په لګښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرنیزو اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار د کابل  ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اړوند د ملک آغا کلي د پراختیایي شورا له لوري بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه کانال ۳۳۰ متره اوږد والی او محافظوي دیوال یې ۴۰ متره اوږدوالی لري. نوموړی کانال  چې د سیمې د خلکو ۳۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه کړي د جوړولو پر مهال یې ۲۵ تنو ماهرو اوغیرو ماهرو کاریګرو ته د دوه میاشتو او لسو ورځو لپاره د کار زمینه برابره کړې وه.  د یادونې وړ ده چې له دغه کاناله  د کلي د ۵۴ کورنیو ۳۶۷ تنه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS