په کابل ولایت کې شاوخوا ۱۶۲کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۵:۱۰
کابل

د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو  ملي پروګرام له لوري ، د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په «ګل داد خېلو» او «حکیم‌خېلو» کلیو او د استالف ولسوالۍ په «خواجه حسن» کلي کې د اوبو رسولو دوې پروژې په دې وروستیو کې بشپړې او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یادو پروژو کې د استالف ولسوالۍ په «خواجه حسن» کلي کې د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې او د شکردرې ولسوالۍ په «ګل داد» او «حکیم‌خېلو» کلیو کې په لاسي بمبو سمبال د دوو څاه ګانو کیندل شامل وو.
په دغو پروژو باندې مجموعاً (۳،۱۷۲،۹۳۰) افغانۍ لګښت راغی چې د دولت له اختیارې بودجې نه د مالیې وزارت لخوا ورکړل شو.
د یادو پروژو د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره (۱،۸۶۴) کاري ورځې ایجاد کړې او د پروژو په بشپړېدو سره په ذکر شویو کلیو کې د شاوخوا (۱۶۲) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS