په کونړ ولایت کې د محافظوي دیوال د دوو پروژو فزیکي کار پیل شو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۹:۲۷
په کونړ ولایت کې د محافظوي دیوال د دوو پروژو فزیکي کار پیل شو

په کونړ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په دوو برخو کې د محافظوي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې.

د دغو پروژو په ترڅ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوي د یاد ولایت د څوکۍ ولسوالي په ګاریګل سیمه کې د ۷۰۹ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال جوړیږي.

د دغو پروژو د تطبیق پر مهال به ۸۹۷۴ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۵۷۶ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو په بشپړیدو به د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي کړل شي او پدې توګه به ځايي اوسیدونکو ته د سیلابونو له اړخه د ځاني او مالي زیان د ور رسیدو مخه نوره ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS