په کندهار کې څه باندې د ۱ ميليون افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال د جوړولو کار روان دی

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۴:۲
کندهار

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱ ميليون افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو د یوکانال د جوړولو کار د کندهار ولایت د پنجوایي  ولسوالۍ اړوند د عبدالرحیم کلي پراختیايي شورا له خوا روان دی. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۶۰۰ متره دی او ۱۶ د اوبو د ویش دروازې لري. د دغې پروژې د جوړولو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۶۸۰ کاري ورځې رامنځته شي او د کلي ۹۰ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS