په کندهارکې کې له ۲۷ اړو کورنیو سره د ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۴:۲۷
کندهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د پوپلزو کلي د پراختیایي شورا له خوا له ۶ اړو کورنیو سره ۲۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) له خوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې چای، غوړي، وریجې، صابون او مالګه په کې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکوله خوا د بې وزلو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS