په کاپیسا کې د ۳ کیلومترو استنادي دیوال د جوړولو کار جریان لري
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په بهرني دره کې د ۳ کیلومترو استنادي دیوال د جوړولو کار ۶۰ سلنه مخکې تللی دی.
ددغې پروژې د تطبیق پرمهال کاریګرو ته ۱۱۴۲۴ کاري ورځې رامنځته شوې، چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۸ زره اوسیدونکي ګټه ترې پورته کړي او ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او کورونه به د سیلابونو له خطره په امان کې شي.