په کاپیسا کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۰۶ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د ده بابا علي له بازار کهنه څخه د کاپیسا د مرکز تر تاج محمد خیلو کلي پورې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۰۶ کیلو متر سړک د کانکریټولو او د اوبو ایستلو د جوړښتونو کار روان دی.
دا پروژه به په ۱۰۵ ورځو کې بشپړه شي او په پلي کیدا سره به یې د ۱۵۰۰ کورنیو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او په اقصادي برخه کې به ګټور بدلونونه تر سترګو شي.
