په کاپیسا کې د۱۶۴میلیونه افغانیو په ارزښت د۱۷ کیلومتره سړک دجوړولو چارې پیل شوې

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۱:۲۶
کاپیسا

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام پر مټ دکاپیسا ولایت په مرکز، حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د۱۶۴میلیونه افغانیو په ارزښت د۱۷ کیلومتره کانکریټي سړکونو او داوبو وتلو دلارو دجوړولو چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې له ملارسول بابا څخه دکاپیسا د مرکز پنجره کلي پورې ۲.۶۱ کیلومتره سړک او داوبو وتلو لار، دحصه اول ولسوالۍ د کهنه ده ۲.۵۷ کیلومتره سړک، د کاپیسا په مرکز محمد عمرخیل کلي کې ۱.۵۸ کیلومتره سړک اود اوبو وتلو لار،د کهنه ده بابا علي له بازاره د کاپیسا د مرکز تاج محمد خیل کلي پورې۳.۰۶ کیلو متره سړک او داوبو وتلو لار او د مرکز له قلعه سید خان له کلي د حصه دوم ولسوالۍ تر قلعه صحرا دشت پورې ۵.۲۶۶ کیلومتره سړک شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS