په کابل کې ۱۶۵کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږی.

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۷:۱۵
جریان کارساخت یک شبکه‌ی آب آشامیدنی به ارزش ۱.۹ میلیون افغانی درکابل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۱۱۰ مترو په اوږدوالي د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې کار روان دی.

په دغه پروژه کې د ۲۰ متره مکعبه اوبو ظرفیت په لرلو یوه زېرمه او۶ نلکې شاملې دي چې د مبیل کلي ۱۶۵ کورنيو ته به پاکې اوبه ورکوي.

ددې پروژې د کار په بهیر کې به تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۷۵۳ کاري ورځې هم برابرې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په آق ‌تپه کلي کې د (۸۴۱۹۱) امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ په بهبود کلا کلي کې د (۹،۲) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

 په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

BACK TO NEWS