په کابل کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پل جوړولو کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د کابل د ۱۹ ناحیې په غازي اباد سیمه کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۴ متره اوږد او ۵ متره پلن پل د جوړولو کار پیل شوی دی.
ددې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۴۸ زره کاري ورځې رامنځ ته شوې دي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۰ زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.