په پکتیکا کې له ۵۵ بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او نا خوراکي توکو مرسته وشوه

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۴
توزیع مواد کمکی برای ۵۵ خانواده‌ی بیجا شده در پکتیکا

د پکتیکا ولایت، د کلیو بیارغونې او پراختیا او د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاستونو له لورې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالي کې، د جګړې له امله پر ۵۵ بې ځایه شویو کورنیو، خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره د پخلنځي یو کیټ؛ چې د پخلنځي اړوند ټول لوازم لري او خوراکې توکې؛ غوړي، اوړه، لوبیا، بوره او نور شامل دي.

پاتې دې نه وي، چې څو ورځې وړاندې هم د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له ځینو نورو ریاستونو سره په ګډه، د یاد ولایت په مرکز کې، د جګړې له امله داخلي بې ځایه شویو لپاره د هستوګنې کیمپ جوړ کړ، چې د اړتیا پر مهال به بې ځایه شوي پکې هستوګنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS